د افغانستان د ازادۍ جبهې ويلي

د افغانستان د ازادۍ جبهې ويلي، چي د نورستان ولايت په کامدېش ولسوالۍ کي ئې د ط..البانو سره په مخامخ جګړه کي پنځه ط..البان وژلي دي.
دغي جبهې ويلي چي په دغه جګړه کي ئې چي د شنبې په ورځ سهار پيل سوې وه لس نور ط..البان ټپيان کړي، چي د درملني په موخه د نورستان ولايتي روغتون ته ط..البانو انتقال کړي دي.
د افغانستان د ازادۍ جبهې ويلي چي د‌ ط..البانو يو شمېر پوستې ئې هم ورڅخه نيولي دي.

تر اوسه ط..البانو د افغانستان د ازادۍ جبهې د دغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.