د لغمان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په دغه ولايت کي نامعلومو کسانو يو ښوونکی ويشتلی او وژلی

د لغمان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په دغه ولايت کي نامعلومو کسانو يو ښوونکی ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه وژل سوی ښوونکی امرالله نيکمل نومېدی.
د سرچینې په خبره چي امر الله د لغمان ولایت په روښان ليسه کي د فزيک استاد و.

تر اوسه د دغه ښوونکي د وژني انګېزه څرګنده نه ده او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.