د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کي د افغان کډوالو د لېږدولو موټر د چپه کېدو له امله ۱۴ کسان سخت ټپیان سوي دي.
د حالوش خبري اژانس د راپور له مخي، پېښه پرون مازدیګر شاوخوا څلور بجې د خاش او ایرانشهر ترمنځ د تیغاب په سیمه کي سوې ده.
سرچینه وايي، په پېښه کي ۱۳ افغان کډوال او د موټر چلوونکی سخت ټپیان سوي دي.
د راپور له مخي، د امبولانسونو د نشتوالي له امله ځیني ټپیان شاوخوا درې ساعته د پېښي په ځای کي پراته وو.
د حالوش په وینا، یوازي یوه امبولانس ټپیان په درې پړاوونو کي روغتون ته لېږدولي او یو شمېر نور ټپیان د سیمي اوسېدونکو په شخصي موټرو کي روغتون ته رسولي دي.
په افغانستان کي د کاري فرصتونو نشتوالی او اقتصادي ستونزي هغه لاملونه بلل کېږي، چي هره ورځ یو شمېر افغانان د کار او خپلو کورنیو ته د نفقې برابرولو له پاره له خطرناکو لارو ایران ته د تګ هڅه کوي.