د‌ جوزجان څخه سرچينو څراغ تلوېزيون ته د پنج شنبې په ورځ ويلي

د‌ جوزجان څخه سرچينو څراغ تلوېزيون ته د پنج شنبې په ورځ ويلي، چي تېره ورځ د دغه ولايت په مرکز شبرغان ښار کي يو کس د خپل ورور له خوا وژل سوی.
د سرچينې په وينا چي دغه کس ۴۰ کلن و او د خپل ورور له خوا د چاقو په وسيله وژل سوی.
تر اوسه د دغه پېښي اصلي انګېزه څرګنده نه ده.

په ورته وخت کي د جوزجان ولايت ط..البانو هم ياده پېښه منلې او په خبره ئې چي د وژل سوي کس ورور ئې نيولی او اوس تر څېړنو لاندي دي.