د ایران یوې نظامي سرچینې ویلي، د هرمز تنګی لا هم تړلی پاته دئ او د سپاه بحري ځواک تر بلي خبرتیا پوري هېڅ بېړۍ ته د تېرېدو اجازه نه ورکوي.
دغه څرګندوني وروسته له هغه سوي، چي د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه او د سپاه بحري ځواکونو د شنبې په ورځ د هرمز تنګي د تړلو اعلان وکړ. د دوی په وینا، دا اقدام د امریکا له لوري د جګړې د پای د تفاهمنامې د نه عملي کېدو او د اسرائیل له خوا د اوربند د پرلهپسې سرغړونو په غبرګون کي ترسره سوی دئ.
د راپورونو له مخي، ټولو بېړیو ته په لېږل سوي راډیويي پیغام کي ویل سوي، چي هرمز تنګی تړل سوی او له بېړیو غوښتل سوي، چي دې سیمي ته له نژدې کېدو ډډه وکړي.
بلخوا، د ایران او امریکا پلاوي په سویس کي د سیاسي او تخنیکي خبرو اترو په لړۍ بوخت دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له سویسي چارواکو سره لیدلي او امریکايي استازي هم د مذاکراتو له پاره سویس ته رسېدلي دي.