د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د برېښنا پرله ‌پسې پرچاوې د دوبي په ګرمو ورځو کي خلګ له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د برېښنا پرله ‌پسې پرچاوې د دوبي په ګرمو ورځو کي خلګ له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی شکایت کوي، چي ډېر وخت برېښنا نه لري، چي د دوی د ورځنیو چارو، کاروبارونو او کورنیو اړتیاوو پر ترسره کولو ئې منفي اغېز کړی دئ.
کابل ښاریان وایي، سره له دې چي د برېښنا د ستونزي د حل ژمني بیا بیا تکرارېږي، خو لا هم د برېښنا د نه شتون ستونزه پر خپل ځای پاته ده او د خلګو اندېښنې ورځ تر بلي زیاتېږي.

بلخوا، د ط..البانو برېښنا شرکت وايي چي د برېښنا د تولید او لېږد یو شمېر پروژې تر کار لاندي دي او د بشپړېدو وروسته به د برېښنا کمښت تر ډېره جبران سي. د شرکت په وینا، په راتلونکو کلونو کي به د هيواد د اړتیا وړ برېښنا لویه برخه له کورنیو سرچینو برابره سي.