د بادغيس څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په قرچغه سيمه کي يو پلار خپل لور د غريبۍ او اقتصادي ستونزو له امله د پيسو په بدل کي خرڅه کړې ده.
د سرچينې په وينا چي دغه کس بېکاره و، چي د لوږي له امله مجبوره سوی، چي خپل کوچنۍ لور خرڅه کړي.
بايد وويل سي، چي تر دې مخکي په غور ولايت کي هم د لوږي له امله يو پلار غوښتل چي خپل کوچنۍ لور خرڅه کړي.