د بادغيس ولايت څخه ځايي سرچينو د څراغ تلوېزيون خبريال ته ويلي، چي د دغه ولايت په ابکمري ولسوالۍ کي د يو وژل سوي کس جسد موندل سوی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه کس ۴۰ کاله عمر درلود، چي لومړی تښتول سوی او وروسته وژل سوی دئ، چي جسد ئې د دوشنبې په ورځ موندل سوی دئ.
په ورته وخت کي بيا يو بلي سرچينې څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي دغه کس د خپل زوی له خوا وژل سوی دئ.
د دغي پېښي اصلي انګېزه تر اوسه پوري څرګنده نه ده او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي په افغانستان کي په دې وروستيو کي مرموزي وژني زياتي سوي دي.