د بحرين د کورنيو چارو وزارت د پنج شنبې په ورځ ويلي

د بحرين د کورنيو چارو وزارت د پنج شنبې په ورځ ويلي، چي د ايران بې پيلوټه الوتکو د دغه هيواد د بندر المحرق د نفتو پر تاسيساتو بريد کړی. د ياد وزارت په خبره چي د ياد بريد له امله په دغه سيمه کي پراخه اورلګېدنه هم رامنځ ته سوې ده.
د بحرین دولتي چارواکو ياد سيمي ته له نژدې خلګو غوښتي چي د اور او دود له کبله دي په خپلو کورونو کي پاته سي او د خپل ځان ساتنه دي وکړي.