د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تایاني اعلان کړی، چي په عراق کي د دوی یوه پوځي اډه، چي د کردستان اربیل ښار کي ده، ايران ورباندي بريد کړی.
تایاني ویلي، چي د ايټالياسرتیري روغ رمټ دي او په خپلو سنګرونو کي مېشت دي. د راپورونو له مخي، د امريکا، اسرائیلو او ايران د جګړې له پیل راهیسي په یاده سیمه کي کله نا کله د نړۍوالو ځواکونو پر نظامي مرکزونو بریدونه کېږي.