د بخښني نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کي ویلي، چي د پاکستان له لوري په کابل کي د امید په نوم د معتادينو د درملني پر مرکز بريد دي د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل سي.
د دغه سازمان په وينا تر څلور میاشتنۍ څېړني وروسته ئې داسي کوم شواهد نه دي موندلي، چي دغه روغتیايي مرکز دي د پوځي موخي له پاره کارول سوی وي.
دغه سازمان زیاته کړې، چي ياد برید د روغتیايي مرکزونو د ځانګړي خوندیتوب له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کي دئ.