د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ ويلي، چي تېره ورځ ۲زره ۹۶۴ افغان کډوال د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۲۵۲۶ افغان کډوال د ننګرهار د تورخم د لاري او ۲۲۳ افغان کډوال د کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سي، چي په همدې ورځ ۷۵ افغان کډوال د هرات د اسلام کلا د لاري او ۱۴۰ د نيمروز ولايت د وريښمو پله د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.
دا په داسي حال کي ده، چي پاکستان د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ چټکه کړې ده. وروستي راپورونه ښيي چي د پاکستان حکومت په پاکستان کي مېشت افغان ډاکټران او د طب پوهنځي محصلان هم د خپلي خاوري څخه باسي او افغانستان ته ئې لېږي.