د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې په دوام او د هرمز تنګي له لاري د بېړیو د تګ راتګ په کمېدو

د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې په دوام او د هرمز تنګي له لاري د بېړیو د تګ راتګ په کمېدو سره، د نړۍ په بازارونو کي د تېلو بیې لوړي سوي.
د چهارشنبې په ورځ د خام نفتو د هر بېرل بیه نژدې ۴ سلنه لوړه سوې او ۹۴.۵۰ ډالرو ته د يوه بېرل قيمت پورته سوی دئ.
بلخوا د نفتو د بیو له لوړېدو سره هممهاله د اسیا او اروپا د ونډو بازارونو شاخصونه هم د ایران د جګړې د اوږدېدو د اندېښنو له امله یو ځل بیا کښته سوي دي.