د بريتانيا په نارويچ ښار کي لسګونو کسان د کډوالو پر ضد لاريون کړی

د بريتانيا په نارويچ ښار کي لسګونو کسان د کډوالو پر ضد لاريون کړی.
هغوی د ياد لاريون پر مهال ټينګار کړی، چي بريتانيا ته دي د کډوالو پر راتګ بنديز ولګوي.
دغو لاریون والو د بریتانیا د لومړي وزير کې ير سټارمر پر ضد شعارونه ورکول او له هغه څخه ئې غوښتي چي د کډوالو راتګ بریتانیا ته محدود کړي.

دغو کسانو لاريون ځکه کړی، چي څو ورځي وړاندي ۷ افغان پناه غوښتونکي د ماشومانو د جنسي زوروني په تور نيول سوي.