د پاکستان پوليسو ويلي

د پاکستان پوليسو ويلي، چي د دغه هيواد د بلوچستان ايالت په کلا عبدالله ولسوالۍ کي د لوی اختر په لومړۍ ورځ د دوو کورنیو تر منځ د ځمکي پر سر نښته سوې ده.
د هغوی په خبره چي په دغه پېښه کي دوه کسان وژل سوي او څلور نور ټپيان دي.
د پاکستان د پوليسو په وينا چي ټپيان ئې د درملني په موخه روغتون ته لېږدولي دي.