د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز (UKMTO) د پنج شنبې په سهار ويلي، چي په هرمز تنګي کي د تېلو پر يوې بېړۍ توغندۍ لګېدلې ده، چي له امله ئې اورلګېدنه رامنځ ته سوې ده.
د دغه مرکز په خبره چي وروسته اور مهار سوی او د بېړۍ عمله هم خوندي سوې ده.
دغه مرکز ويلي، چي دغه توغندۍ د نامعلوم لوري څخه توغول سوې او پر دغه بېړۍ لګېدلې ده.