د فراه ولايت د ط..البانو د زندانونو ادارې ويلي

د فراه ولايت د ط..البانو د زندانونو ادارې ويلي، چي د دغه ولايت د مرکزي زندان څخه ئې ۹۷ بنديان ازاد کړي او د ۵۲ نورو بنديانو د بند په موده کي کموالی راغلی.
د هغوی په خبره چي په دغو ازاد سوو بنديانو کي درې تنې مېرمني هم شاملي دي.
په ورته وخت کي د جوزجان د زندانونو ادارې هم ويلي، چي د دغه ولايت د مرکزي زندان څخه ئې هم ۶۷ بنديان ازاد کړي او د ۶۹ نورو کسانو د بند په موده کي کموالی راغلی.

هغوی وايي چي په دغو کسانو کي ۱۵ مېرمني هم شاملي دي.