د افغانستان د ازادۍ جبهې ويلي، چي د کابل ښار په ۱۶مه امنیتي حوزه کي ئې د ط..البانو پر یوه امنیتي پوسته برید کړی، چي له امله ئې ۳ ط..البان وژل سوي او ۲ نور ټپیان سوي دي.
دغي جبهې ویلي، چي ياد برید ئې د چهارشنبې په ماښام شاوخوا ۸ بجې د عليخېلو په سیمه کي ترسره کړی دئ.
د ازادۍ جبهې په وینا، په دغه برید کي د دوی سرتېرو ته کوم زیان نه دئ اوښتی.
د ط..البانو له لوري تر اوسه د دې پېښي په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويل سوي.