د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه کړې.
ټرمپ د کابل هوايي ډګر د ۲۰۲۱ کال د برید د پنځم تلین په مناسبت ویلي، د پخواني ولسمشر جو بایډن حکومت د ځواکونو د وتلو بهیر سم نه و مدیریت کړی.
هغه ادعا کړې، چي د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته ط..البانو د بګرام زندان دروازه خلاصه کړه او زيات شمېر ترهګر ئې ازاد کړه.
ټرمپ ادعا کړې چي په دغو بندیانو کي د ط..البانو، ال.قاعده او داع.ش اړوند کسان هم شامل وو.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر په ځانمرګي برید کي ۱۳ امریکايي سرتېري او تر ۱۶۰ ډېر افغانان ووژل سوه. داع.ش خراسان د برید مسئولیت منلی و.