د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د تېري اوونۍ په جريان کي ۶۴۰ تنه د افغان کډوالو زندانيان د پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي، چي د کندهار د سپين بولدک او د ننګرهار د تورخم د لاري افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه افغان کډوال د څه مودې راهيسي د پاکستان په زندانونو کي بنديان وو.
بايد وويل سي، چي د پاکستان دولت د افغان کډوالو د ايستلو او نيولو لړۍ چټکه کړې ده هره ورځ زرګونه افغان کډوال د خپلي خاوري څخه شړي او افغانستان ته ئې لېږي.