د بشري حقونو سازمان حال‌وش راپور ورکړی

د بشري حقونو سازمان حال‌وش راپور ورکړی، چي د جمعې په ورځ د ايران سرحدي پوليسو د سراوان په سرحدي سيمه کي پر درو افغانانو ټکان کړي او وژلي دي.
د ياد سازمان په وينا چي په وژل سوو افغانانو کي يوه ښځه او يو ماشوم هم شامل دي.
دغه سازمان زياتوي، چي د ايران سرحدي پوليسو دغه افغانان پر سر ويشتلي او تر وژل کیدو وروسته ئې د هغوی جسدونه تر ډبرو لاندي کړي وو.

تر اوسه د ايران دولت د يادي پېښي په تړاو څه نه دي ويلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *