د بشري حقونو نړۍوال بنسټ (IHRF) په کنړ کي د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو پر مرګژوبلي اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه بنسټ وايي، د ملکي خلګو د وژل کېدو راپورونه باید په جدي ډول وڅېړل سي او په هر ډول شخړه کي د عامو خلګو ژوند باید خوندي پاته سي.
دغه سازمان د پاکستان او ط..البانو غوښتي چي تاوتریخوالی ژر کم کړي او د نړۍوالو قوانینو له مخي د ملکي وګړو د خوندیتوب ته دي جدي پاملرنه وکړي.