د ننګرهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

د ننګرهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په دره نور ولسوالۍ کي د يو پلار او زوی تر منځ لفظي شخړه رامنځ ته سوې، چي وروسته ئې زوی پلار ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا دغه پېښه د سې شنبې په ورځ رامنځ ته سوې ده.
په ورته وخت کي د ننګرهار د ط..البانو امنيې قومندانۍ هم ياده پېښه تائيد کړې او په خبره ئې چي د پلار تر وژل کېدو وروسته ئې زوی د پېښي د ځای څخه تښتېدلی دئ او دوی ئې په اړه پلټني پيل کړي دي.