د بلغاريا رسنيو راپور ورکړی، چي د بلغاريا سرحدي پوليسو ۳۵ افغان کډوال نيولي دي.
په راپور کي ويل سوي، چي ياد افغان کډوال د دغه هیواد په سويلختیځه سترانجا سیمه کي په یوه مسافر وړونکي موټر کي نیول سوي دي.
د پوليسو په وينا چي د دغه افغان کډوالو سره يو ځای ئې ۲۲ کلن موټر چلوونکی، چي د شمالي مقدونیا تابعیت لري هم نيول سوی، چي اوس تر څېړنو لاندي دئ.