د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ستیفن دوجاریک وايي، په افغانستان کي د یوناما دوه کارکوونکي چي يوه اوونۍ وړاندي د ط..البانو له خوا نيول سوي وو بېرته ط..البانو ازاد کړي.
دوجاریک ویلي، تر اوسه څرګنده نه ده چي دغه دوه کارکوونکي ولي نیول سوي وو، خو ملګري ملتونه دا موضوع د ط..البانو د چارواکو سره تعقیبوي.
هغه ټینګار کړی چي په افغانستان کي باید د ملګرو ملتونو د کارکوونکو امنیت، مصونیت او د تګ راتګ ازادي تضمین سي او د ملګرو ملتونو امتیازات او مصونیتونه ئې بايد رعایت سي.