ملګري ملتونه وايي، تېر کال د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کي ۹۰۷ تنه د بشري مرستو کارکوونکي د جګړو او تاوتریخوالي قرباني

ملګري ملتونه وايي، تېر کال د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کي ۹۰۷ تنه د بشري مرستو کارکوونکي د جګړو او تاوتریخوالي قرباني سوي دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخي، په دې پېښو کي ۳۵۰ د بشري مرستو کارکوونکي وژل سوي، ۳۲۲ ټپیان او ۲۳۵ نور تښتول سوي دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، غزه د بشري مرستو د کارکوونکو له پاره تر ټولو خونړۍ سیمه وه، چي تېر کال په کښي ۱۸۶ د بشري مرستو کارکوونکي وژل سوي وو.