د بلوچستان ايالت په پښين ولسوالۍ کي د وروستيو ناامنيو په اړه د دې سيمي قومي مشر ملک رفيق کاکړ ويلي، چي پاکستان د تېرو څو لسيزو راهيسي په افغانستان کي اور بل کړی.
د هغه په خبره چي په يوه او بل نامه دلته وسله وال روزل کېږي او بيا افغانستان ته استول کېږي.
کاکړ دغه راز ويلي چي دا شل کاله پاکستان ط..البان روزل او بيا ئې په افغانستان کي جنګول؛ خو اوس بېرته پاکستان د همدې ط..الب سره جنګېږي.