د ط..البانو حکومت ادعا کړې چي د بلوچستان او خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کي ئې د داع.ش او د دوی په وینا د "شر او فساد" پر مرکزونو هوايي بریدونه ترسره کړي دي.
د ط..البانو د دفاع وزارت په وینا، دغه مرکزونه په افغانستان کي د بریدونو د پلان جوړوني او همغږۍ له پاره کارېدل او په بریدونو کي ورته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
بلخوا ته د پاکستان پوځ ویلي، د ډیورنډ کرښي له بلي غاړي ور اوښتي څلور ډرونونه ئې د خپل هوايي دفاعي سیستم په وسیله له منځه وړي دي.
د پاکستان پوځ د ط..البانو ادعاوي بې اساسه بللي دي.