د تايلنډ رسنيو خبر ورکړی چي نن سهار يوه ريل ګاډۍ چي له بانکوک (د تايلنډ پلازمېنه) څخه د شمال ختيځ سيمو پر لور روانه وه، تر هغه وروسته له پټلۍ واوښته او چپه سوه چي د يوې ودانیزي پروژي جرثقیل پرې را ولوېد.
د لومړنيو راپورونو له مخي په دې پېښه کي ۲۲ کسان وژل سوي او له ۳۰ زيات نور ټپيان سوي دي.
د تايلنډ پوليسو ويلي، دا پېښه د سيخيئو ولسوالۍ په ناکون راتچاسيما ولايت کي، چي د بانکوک څخه شاوخوا ۲۳۰ کیلومتره شمال ختيځ ته پروت دئ، رامنځ ته سوې ده.
ځايي چارواکي وايي، هغه اور چي د ريل ګاډۍ له پټلۍ وتلو وروسته بل سوی و، مهار سوی دئ او دا مهال د لټون او ژغورني چاري دوام لري.