د ط..البانو د مهاجرینو د ستونزو د حل کمیسیون د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی چي پرون، د سې شنبې په ورځ

د ط..البانو د مهاجرینو د ستونزو د حل کمیسیون د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی چي پرون، د سې شنبې په ورځ، له پاکستان او ایران څخه دوه زره او ۱۶۵ افغان مهاجرین اخراج سوي او هیواد ته راستانه سوي دي.
د دغه کمیسیون د معلوماتو له مخي ۱۷۶۶ کسان د تورخم له لاري، ۱۹۵ تنه د سپین‌بولدک له لاري او ۱۱۹ تنه د بهرامچې له لاري له پاکستان څخه افغانستان ته داخل سوي دي. همداراز، ۵۱ تنه د اسلام‌ کلا او ۳۴ تنه د ابریشم پله د لاري له ایران څخه اخراج او هيواد ته ستانه سوي دي.