د ترکيې پوليسو خبر ورکړی، چي د دغه هيواد په رېزه او چاناک کلا ښارونو کي ئې د جلا جلا عملیاتو پر مهال ۲۴ افغان کډوال نيولي دي.
د پوليسو په وينا چي د يادو افغان کډوالو سره يو ځای ئې څلور تنه نور د انساتي قاچاق په تور هم نيولي دي.
د هغوی په وينا چي نيول سوي افغان کډوال ئې د بهرنیو وګړو کمپ ته انتقال کړي، چي تر څېړنو وروسته به ئې بېرته افغانستان ته اخراج کړي.
دا په داسي حال کي ده، چي په تېره اوونۍ کي د ايران پوليسو هم ۴۹۹ هغه افغان کډوال نيولي وو، چي په قاچاقي ډول دغه هيواد ته داخل سوي وو.