د ترکیې سیمه‌ییزو رسنیو خبر ورکړی، چي د دغه هیواد په وان ولایت کي له ایران سره نژدې د اتو کډوالو مړي موندل سوي دي

د ترکیې سیمه‌ییزو رسنیو خبر ورکړی، چي د دغه هیواد په وان ولایت کي له ایران سره نژدې د اتو کډوالو مړي موندل سوي دي.
د وان‌خبر رسنۍ د راپور له مخي، دغه مړي د شنبې په سهار د وان ولایت په اوزالپ سیمه کي، د ایران پولي ته په درې کیلومترۍ کي د یوه ویالې ترڅنګ موندل سوي دي.
د راپور له مخي مړي د شپې له خوا په یاده سیمه کي پرېښودل سوي وو.

همدارنګه ویل سوي، چي د قربانیانو جرابې له پښو ایستل سوي او قیمتي توکي ئې هم ورڅخه غلا سوي دي.
تر اوسه د وژل سوو کسانو هویت او د مړیني اصلي لامل نه دئ معلوم، خو تر دې وړاندي ځینو راپورونو ادعا کړې وه، چي قربانیان افغان کډوال دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *