د جرمني اين ډي ار رسنۍ راپور ورکړی، چي برلین د افغان کډوالو د اېستلو د الوتنو د زیاتولو په موخه له ط..البانو سره د ترکيې په استانبول ښار کي خبري کړي دي.
د راپورونو له مخي، په دغو خبرو کي ط..البانو جرمني ته د خپلو ۶ نورو ډیپلوماتانو د منلو غوښتنه مطرح کړې ده.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت د دواړو لورو ترمنځ د تخنیکي کچي د خبرو ترسره کېدل تائید کړي؛ خو د خبرو د محتوا او نورو جزئیاتو په اړه ئې څه نه دي ویلي.
بل لور ته، د جرمني رسنۍ وایي حکومت ئې هڅه کوي افغانستان ته د اخراج الوتني منظمي او زیاتي کړي.
د راپورونو له مخي، روان کال يوشمېر افغان کډوال چي د جرمني چارواکو له نظره په جرمونو کي ښکېل وو، افغانستان ته استول سوي او لا هم یو شمېر نور کسان د اخراج له پاره په ځانګړو مرکزونو او زندانونو کي ساتل کېږي.