د هند د اترپردېش ایالت په مرکز لکنهو ښار کي په يوې ودانۍ کي د اور لګېدني له امله ۱۴ کسان وژل سوي او څلور نور ټپيان دي

د هند د اترپردېش ایالت په مرکز لکنهو ښار کي په يوې ودانۍ کي د اور لګېدني له امله ۱۴ کسان وژل سوي او څلور نور ټپيان دي.
چارواکي وایي، په وژل سوو کي ډېری هغه زده‌کوونکي شامل دي، چي په دغه د ودانۍ کي دننه په زده کړو بوخت وو.
د راپورونو له مخي، په یاده ودانۍ کي کتابتون، د انیمېشن د زده‌کړو سټوډیو او د حیواناتو کلینیک فعالیت درلود.

د ځایي مسئولينو په وينا اور د ودانۍ له منځني پوړ څخه پیل سوی او په لنډ وخت کي نورو برخو ته هم غځېدلی و.
د هند ځایي مسئولين وايي چي د‌ يادي اورلګېدني د علت د‌ معلومولو په اړه ئې پلټني پيل کړي دي.