د جرمني حکومت ۱۳ تنه افغانان په یو ځانګړي الوتکي کي بېرته کابل ته اخراج کړي

د جرمني حکومت ۱۳ تنه افغانان په یو ځانګړي الوتکي کي بېرته کابل ته اخراج کړي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، دا هغه کسان وو چي په دغه هیواد کي ئې د اوسېدو قانوني حق نه درلود او هلته ئې بېلابېل جرمونه کړي وو.
د رسمي راپورونو له مخي، د جرمني د اوسني حکومت له جوړېدو راهیسي تر اوسه پوري، په ټوله کي ۲۶۳ افغانان له دغه هیواد څخه افغانستان ته اخراج کړي.