د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چي ایران له امریکا سره د یوې نوي هوکړي غوښتونکی دئ او په دې اړه ئې ورته په مستقیمه توګه پیغامونه استولي دي.
ټرمپ شمالي کارولینا ایالت ته د سفر پر مهال وویل، هیله لري چي د دواړو هیوادونو ترمنځ کړکېچ پای ته ورسېږي.
دا په داسي حال کي ده چي په تېرو څو میاشتو کي د امریکا او ایران ترمنځ په سمندري او اقتصادي برخو کي سخت بندیزونه او فشارونه روان وو.