د جوزجان څخه ځايي سرچينو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي

د جوزجان څخه ځايي سرچينو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت خم آب ولسوالۍ کي نامعلومو کسانو دوه کوچنيان لومړی زندۍ کړي او وروسته ئې سرونه ورڅخه پرې کړي دي.
د سرچينې په وينا چي دغه وژل سوي کوچنيان د درو او څلورو کلنو عمرونه لري.
د‌ سرچينې په وينا چي په دغه پېښه کي نامعلومو کسانو د دغو کوچنيانو مور او يوه کوچنۍ نجلۍ په چاقو وهلي او ټپي کړي دي.

د یادي پېښي انګېزه تراوسه پوري معلومه نه ده.
په ورته وخت کي د جوزجان د امنيې قومندانۍ مسئولينو ياده پېښه څراغ تلوېزيون ته تائيد کړې ده او ويلي ئې دي چي دوی ئې په اړه پلټني پيل کړي دي.