د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي چي د شنبې په ورځ ئې په سمنګان کي يو سړی او يوه ښځه

د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي چي د شنبې په ورځ ئې په سمنګان کي يو سړی او يوه ښځه د اخلاقي فساد او کور څخه د تېښتی په تور په عام محضر کي په دورو وهلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان ئې د ۲۰ څخه تر ۳۰ پوري په دورو وهلي او په دوه کاله تنفيذي بند ئې محکوم کړي.
دغه خبرپاڼه دغه راز ليکي، چي په جوزجان ولايت کي ئې يو کس د غلا په تور ۳۹ دورې وهلی او په درې کاله تنفيذي بند ئې محکوم کړی.