د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د شنبې په ورځ ۱۱۸۸ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۶۵۵۳ تنه کېږي د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه افغان کډوال د سپين بولدک، تورخم، بهرامچې، اسلام کلا او وريښمو پله د لاري افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پاکستان څخه راغلي افغان کډوال ټول په زور او جبر ايستل سوي او افغانستان ته راغلي دي.
دا په داسي حال کي ده چي پاکستان هره ورځ زرګونه افغان کډوال په زور او جبر د خپلي خاور څخه باسي او افغانستان ته ستنېږي.