د خامو نفتو بيه دپنج شنبې په ورځ راکښته سوې او د منځني ختيځ د جګړې د پيل مخکي حالت ته رسېدلې ده

د خامو نفتو بيه دپنج شنبې په ورځ راکښته سوې او د منځني ختيځ د جګړې د پيل مخکي حالت ته رسېدلې ده.
پر ايران د امريکا او اسرائيلو تر بريد مخکي د خامو نفتو د يوه بېرل بيه په نړۍوال بازار کي ۷۲.۴۴ ډالره وه؛ خو د جګړې پر مهال ئې قيمتونه لوړ او تر ۱۱۹ ډالرو پوري ورسېدل.
د امريکا او ايران ترمنځ د مذاکراتو سره سم په نړۍوال بازار کي د نفتو بيې هم کمي سوي.

نړۍوالي رسنۍ وايي چي نن پنج شنبه د خام تېلو د يوه بېرل بيه ۷۲.۴۸ ډالره ته کښته سوې ده، چي دغه بيه د جګړې د مخکي بيې په اندازه ده.