د ماشومانو د حقونو د ۲۰۲۶ کال په نړۍوال راپور کي افغانستان د ۱۹۴ هیوادونو ترمنځ په وروستي مقام کي راغلی او د ماشومانو

د ماشومانو د حقونو د ۲۰۲۶ کال په نړۍوال راپور کي افغانستان د ۱۹۴ هیوادونو ترمنځ په وروستي مقام کي راغلی او د ماشومانو د خوندیتوب او هوسایني له پلوه تر ټولو کمزوری وضعیت لري.
دغه راپور د ماشومانو د حقونو بنسټ او د هالنډ د اراسموس روټرډام پوهنتون له خوا خپور سوی، چي په کښي هیوادونه د ماشومانو د ژوند حق، روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، زده‌کړي، خوندیتوب او نورو اساسي حقونو له مخي ارزول سوي دي.
د راپور له مخي، افغان ماشومان لا هم د زده‌کړو، روغتیا، فقر او بشري ناورین له جدي ستونزو سره مخ دي.

په ورته وخت کي ویل سوي، چي جګړې، ناامني او خراب ټولنیز شرایط په نړۍ کي د ماشومانو پر وضعیت منفي اغېز کړی دئ.
همداراز، یونیسف اټکل کړی چي په ۲۰۲۶ کال کي به شاوخوا ۱۱.۶ میلیونه افغان ماشومان بشري مرستو ته اړتیا ولري، چي دا په هیواد کي د بشري بحران پراخوالی ښيي.