د خوست د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د خوست د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پنج شنبې په ورځ د خوست ولايت په مته چيني سيمه کي د يوه هوټل چت نړېدلی، چي له امله ئې دوو کوچنيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د خبرپاڼي په حواله چي په دغه پېښه کي يو کوچنی وژل سوی او يو بل کوچنی ټپي سوی دئ.
خبرپاڼه زياتوي، چي د دغه هوټل چت د زيات باران له امله نړېدلی دئ.