د پاکستان د جمعیت علمای اسلامي ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په خپلو وروستيو څرګندونو کي په افغانستان کي پر ثبات او امنيت ټينګار کړی دئ.
هغه ويلي، چي د تېرو اويا کلنو راهيسي پاکستان د افغانستان سره اختلافات لري، چي نور بايد پای ته ورسېږي.
د هغه په خبره چي د افغانستان او پاکستان ولسونه کلتوري، مذهبي او اقتصادي ګډ ارزښتونه لري او دا ملتونه يو بل سره نژدي دي؛ نو د پاکستان حکومت دي اختلافات ورسره پای ته ورسوي.
هغه ويلي د ډېر پخوا څخه پاکستان د افغانستان د حکومتونو په ړنګولو کي لاس لري، چي له امله ئې د دغو اختلافاتو اور تر اوسه پوري بل دئ.
د فضل الرحمن په وينا چي د پاکستان دغه پرېکړه ناسمه ده چي د افغانستان هر حکومت بايد د دوی تر لاس لاندي وي.
هغه يو باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه بللی دئ.
نوموړي د دواړو لورو څخه د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.