د خوست ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د خوست ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه ولايت کي د خوست ـ ګردېز پر لويه لاره د اسماعيل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په ساحه کي دوه موټران ټکر سوي، چي له امله ئې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده‌.
د خبرپاڼي په حواله چي په دغه پېښه کي دوه کسان وژل سوي او درې نور ټپيان دي.
خبرپاڼه ليکي، چي دغه ترافيکي پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.