د کنړ څخه ځايي سرچينو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په منورې ولسوالۍ کي يو ځوان د غريبۍ له امله ځان وژنه کړې.
د سرچينې په وينا چي دغه ځوان زاهد نومېدی او د شنبې په ورځ ئې ځان وژنه کړې.
د سرچينې په خبره زاهد د ليسانس تر کچي پوري زده کړي کړې وې، خو د بېکارۍ او غريبۍ له امله ئې ځان وژنه کړې.