د خوست څخه ځايي سرچينو د پنج شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په دغه ولايت کي يو نوي ځوان د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله ځان وژنه کړې.
سرچينه وايي چي دغه ځوان مطيع الله نومېدی او په خوست کي ئې رخشه چلول.
د سرچينې په خبره چي مطیع الله تازه کوزده هم کړې وه؛ خو د غريبۍ له امله ئې ځان وژنه کړې.
بايد وويل سي، چي تېره ورځ يو بل ځوان هم د غريبۍ له امله په دغه ولايت کي ځان وژنه کړې وه.