د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې وایي، د هرمز تنګي په اړه روان کړکېچ باید د خبرو اترو له لاري په سوله‌ییز ډول حل يي

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې وایي، د هرمز تنګي په اړه روان کړکېچ باید د خبرو اترو له لاري په سوله‌ییز ډول حل يي.
هغه د ټولو ښکېلو لورو وغوښتل چي د هرمز تنګي د کړکېچ له پاره سوله‌ییزه حل‌لاره ومومي.
د هغه دا څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي د چین ولسمشر شي جین‌پینګ له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره په امریکا کي لیدنه کوي.

ټرمپ ویلي، د ایران اړوند موضوعات به شي جین‌پینګ سره د لیدني له مهمو بحثونو څخه وي.