د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چي په افغانستان کي میندي او ماشومان د خوارځواکۍ د مخ پر زیاتېدونکي بحران تر ټولو ډېر زیان ویني.
د دې ادارې د راپور له مخي، اقتصادي ستونزي، د بشري مرستو کمښت، له پاکستان او ایران څخه د کډوالو پراخ بېرته ستنېدل او طبیعي پېښي، د افغانستان بشري بحران لا پسي سخت کړی دئ.
د ډبلیو اف پي مرستیال کارل سکاو ویلي، د افغانستان په ختیځ کي داسي میندي او ماشومان سته چي د درملني له پاره ساعتونه مزل کوي.
نوموړي زیاته کړې، دا مهال نژدې پنځه میلیونه میندي او ماشومان په افغانستان کي د خوارځواکۍ له ستونزي سره مخ دي او ډبلیو اف پي د راتلونکو شپږو میاشتو له پاره د خپلو مرستندویه عملیاتو د دوام په موخه ۳۵۰ میلیونه ډالرو بېړنۍ بودیجې ته اړتیا لري.