ملګرو ملتونو اعلان کړی، چي امریکا د ۱.۸ میلیارد ډالرو په ارزښت نوي بشري مرسته ځانګړي کړي، ترڅو په نړۍ کي د بېلابېلو بحرانونو له امله زيانمن سوي کسان ورڅخه برخمن سي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش ویلي، دغه بودیجه به میلیونونو اړمنو کسانو ته د ژوند ژغورني مرستو رسولو کي مرسته وکړي.
ملګرو ملتونو زیاته کړې، افغانستان لا هم د نړۍ له سترو بشري بحرانونو څخه کړېږي او د بودیجې کمښت، خوارځواکي او د خوراکي ناامنۍ زیاتوالی د مرستندویه ادارو پر فعالیتونو سخت فشار راوستلی دئ.
د راپور له مخي، اوس مهال په افغانستان کي نژدې ۵ میلیونه میندي او ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او تر ۱۳ میلیونه ډېر خلګ د خوراکي ناامنۍ له امله د جدي ګواښ سره ژوند کوي.