د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، سویلي کوریا د افغانستان له پاره درې میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
د ياد پروګرام په وینا، دغه پیسې به په راتلونکو ۱۲ میاشتو کي
د شاوخوا ۲۴ زره او ۵۰۰ اړمنو ښځو او ماشومانو د خوړو او تغذیې اړتیاوو د پوره کولو له پاره ولګول سي.
د خوړو نړۍوال پروګرام له سویلي کوریا څخه د دې مرستي له امله مننه کړې او ویلي ئې دي، چي دغه مرسته به له زیانمنو افغان کورنیو سره د خوراکي او تغذیې خدمتونو په برابرولو کي مرسته وکړي.